IQNA

 په هندوستان کې د  اسلامی ضده پروسې د زیاتیدا په باب د الازهر  دفاع کونکې ادارې  خبرداری 

6:38 - October 29, 2025
د خبر لمبر: 3491936
ایکنا- د  الازهر اسلامی مرکز له افراط پالنې سره د مبارزې دفاعي برخې د پهلګام  سیمې له حملې وروسته،په هندوستان کې د اسلام ضده پروسې د زیاتیدا په باب سخت خبرداری ورکړ.

د بشری حقوقو  د راپورونو په اساس، دغه پيښه  د مسلمانانو په ضد دلمسؤنکو شخړو او د نفرت له  امله  دجرمونو د زیاتیدا بې مخینې څپې ته د لمن وهلو  لپاره په یوې پلمې بدله شوې ده. 

د الازهر د اسلامی مرکز دغې دفاعی  څانګې  په خپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی، چې دپهلګام د پيښئې پشمول د  مسلمانانو په ضد کرغیړن او ناغیزي  اقداماتو په دوام سره دغه بدلونونه  د بشری حقوقو  دنړیوالو کنونشنونو  ښکاره خلاف ورزي ده او د خولې د هغو شخړو  خطرې ته په پام سره  چې  کرکې او نفرت ته لمن وهي او ګډ سوله ایز ژوند  کمزوری کوي، خبرداری ورکړ.

دغه اورګان  دښاریزو اصولو او برابرئ  ته داحترام او د دیني او رسانئ خوځښتونو د ختمیدا غوښته وکړه او  په ډاګه ئې کړې ده ، چې په د ینی دلیلونو سره  د تاؤتریخوالي توجیح، دهندي ټولنې انسجام  او د هغو نړیواله څيره او حیثیّت  ګواښي  او  دا اقدامات د هغو زیاتره دینی مکتبونو  او  ارزښتونو د زوال او فرقه پالو اختلافاتو د زیاتیدا لپاره دروازه پرانیزي چې  مودې کیږي،  د هند په ماډرن تاریخ کې  ورته توجه شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4313220

captcha